IQNA

 د شارجې د قرآن کریم په کمپلیکس کې د خطي نسخو د مرمت علمي روزنه(فیلم او انځورونه)

14:03 - July 22, 2024
د خبر لمبر: 3489572
ایکنا  - د شارجې د قرآن کریم ټولګې د قرآن کریم د خطي نسخو د مرمت په موضوع سره تریوې مودې پورې یو ورکشاپ ترسره کړ.

ایکنانیوز د الخلیج له قوله راپور راکړ، د شارجې د قرآن کریم کمپلیکس ، تیره اونۍ د قرآن کریم  د خطي نسخو د مرمت په موضوع سره تر یوې اونۍ پورې یو ورکشاپ  ترسره کړ.

 دغه ورکشاپ  د شارجې د قرآن کریم د ټولګې د اوړي د پروګرامونو د یوې برخې  په توګه او د د اسلامی نړۍ دعملي آثارو او د قرآنی علومو د میراث په درنښت او څیړنیزې ټولنې ته ئې په معرفي کولو کې ددغه مرکز د رول په چوکاټ کې  دی.

دغه ورکشاپ چې د خطی نسخې د مرمت کونې د  کارپيژاند احمد یوسف په وسیله رهبری کید، په مختلفو عمرونو کې د مینه والو د پراخ او ولولناک شتون  شاهد ؤ او په دغه ورکشاپ کې ګډون کونکو د خطي نسخو،تاریخی سندونو د خیال ساتلو  مقدمات  او همداراز ددغو نسخو تراوږدمهال مودې پورې د ساتلو په خاطر له دغو سندونو سره د چلند رودې زده کړې.

د شارجې د قرآن کریم د کمپلیکس عمومی منشي عبدالله خلف الحسني  ټينګار کړی دی. دغه خطي نسخې داسې ارزښتمن لرغوني خزانې دي چې د پوهتتونونو د لیدونکو او څيړاندو ته د دوي د مشاهده کولو  او د قرآن کریم د کتابت ،علومو او تاریخ سره د بلدتیا  امکان ورکوي.

د شارچې د قرآن کریم په ټولګې یا کمپلیکس کې دمګړئ د تاریخي قرآنونو ټولګه پر پوستکو کتابت شوي قرآنونه،او د کم موندونکو قرآنونو  نور آثار شامل دي چې له هغو د ځينو مخینه یو زر درې سوه کلونو مخکې وخت ته ورګرځي او د دوهمری قمری پيړۍ له وخت راهسې تر اوسمهال پړاؤ  پورې پکې شاملیږي .

https://iqna.ir/fa/news/4227527

captcha